له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد ته د کندهار د تازه انارو د صادرولو نوې لړۍ پرانیستل شوه. دا صادرات چې د لومړي ځل لپاره قطر ته ترسره کېږي، د کندهار د لوړ کیفیت انارو لپاره د نوي نړۍوال بازار پرانیستلو نښه ده.
د خصوصي شرکت مسؤلینو وویل، چې تر دې وړاندې یې دوبۍ او یو شمېر نورو هېوادونو ته د وچو او تازه مېوو صادرات ترسره کړي دي، خو دا ځل یې وتوانېدل چې د ایران له لارې، د نږدې ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، ۲۰ ټنه تازه انار قطر هېواد ته صادر کړي. د هغوی په وینا، د دې صادراتو موخه د افغاني کرنیزو محصولاتو نړۍوال بازار ته د لا ښه معرفي کولو تر څنګ، بزګرانو ته د اقتصادي ودې زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم ټینګار وکړ، چې د کرنیزو محصولاتو صادراتو ته ځانګړې پاملرنه روانه ده او هڅه کېږي، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ، د کندهار محصولات نورو نړۍوالو بازارونو ته هم ورسول شي.
د یادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په اوږدو کې، له کندهار ولایت څخه شاوخوا ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي، چې د تېر کال په پرتله په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي. دا پرمختګ د کندهار د بزګرانو د هڅو، د کرنې سکتور د ملاتړ او د سوداګریزو اسانتیاوو د پراختیا څرګندونه کوي.


از کندهار تا قطر؛ گشایش دروازه نوین صادرات محصولات زراعتی
۷ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با هماهنگی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و حمایت مالی یک شرکت خصوصی، روند جدید صادرات انار تازه کندهار به کشور قطر آغاز گردید. این صادرات که برای نخستین‌بار به مقصد قطر انجام می‌شود، بیانگر گشایش یک بازار جدید جهانی برای انار باکیفیت کندهار است.
مسوولان شرکت خصوصی اظهار داشتند که پیش از این، صادرات میوه‌های خشک و تازه را به دوبی و شماری از کشورهای دیگر انجام داده‌اند، اما این‌بار توانسته‌اند از مسیر ایران، مقدار ۲۰ تُن انار تازه به ارزش نزدیک به ۳۰ هزار دالر امریکایی به کشور قطر صادر نمایند. به گفته آنان، هدف از این صادرات، افزون بر معرفی بهتر محصولات زراعتی افغانستان در بازارهای جهانی، فراهم‌سازی زمینه رشد اقتصادی برای دهقانان می‌باشد.
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار نیز تأکید کردند که به صادرات محصولات زراعتی توجه ویژه صورت می‌گیرد و تلاش می‌شود با همکاری سکتور خصوصی، محصولات کندهار به سایر بازارهای جهانی نیز راه یابد.
قابل یادآوری است که در جریان سال جاری ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، از ولایت کندهار حدود ۲۲ هزار و ۵۰۰ تُن انار به کشورهای مختلف خارجی صادر شده است که در مقایسه با سال گذشته، افزایش قابل ملاحظه‌ای را در صادرات نشان می‌دهد. این پیشرفت بیانگر تلاش دهقانان کندهار، حمایت از سکتور زراعت و گسترش تسهیلات تجارتی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان‌سي‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۳
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی. . .

بازگشت