د غزني د کرنې رییس او د افغانستان راتلونکو نسلونو موسسې ترمنځ ګډه مشورتي غونډه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۴۱
د غزني د کرنې رییس او د افغانستان راتلونکو نسلونو موسسې ترمنځ ګډه مشورتي غونډه وشوه

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د یاد ریاست په مقر کې د افغانستان راتلونکو نسلونو موسسې له مسؤلینو سره ګډه مشورتي غونډه ترسره کړه، چې پکې د راتلونکو پرمختیايي پروژو، همغږۍ او شفاف تطبیق پر څرنګوالي خبرې وشوې.
یاده غونډه د غزني دکرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب له‌خوا د موسسې استازو ته د ښه راغلاست په ویلو پیل شوه. نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې طرحې او فعالیتونه باید د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک مطابق، په بشپړ شفافیت او د نافذه قوانینو پر بنسټ تطبیق شي.
په غونډه کې د افغانستان راتلونکو نسلونو موسسې مسؤل محمد یعقوب کلزی د موسسې د پلان شویو پروژو او هدفونو په اړه معلومات وړاندې کړل. د هغه په وینا، یادې موسسې پلان لري چې د بې‌بضاعته کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د چرګانو کوچني فارمونه جوړ کړي، شنې خونې تأسیس کړي، د ښځو او کورنیو لپاره کوچني کسبونه پیل کړي او له اړمنو کسانو سره مالي او تخنیکي ملاتړ برابر کړي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د یادو پروژو د اغېزمن تطبیق لپاره به نږدې همغږي، تخنیکي ملاتړ او دوامداره همکاري ولري، څو اړمنو خلکو ته عملي او مثمر خدمتونه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت