پکتیا کې د نباتي وبایي آفتونو د میخانیکي کنټرول عملي کمپاین پيل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴
پکتیا کې د نباتي وبایي آفتونو د میخانیکي کنټرول عملي کمپاین پيل شو

د کرنې وزارت پلاوي د پکتیا ولایت په زرمت، احمدخېلو، لجه منګل او جانيخېلو ولسوالیو کې د یوریا اسپري، د نباتي وبایي آفتونو د مورپتدار او مورخیمه‌ساز د میخانیکي کنټرول پروګرام عملي پړاوونه پیل کړي، چې له بڼوالو سره یې د ښاخ‌برۍ په اړه عملي زده کړې هم شریکې کړې دي.
د یاد کمپاین په ترڅ کې د یوریا سپري عملي چارې، د مورپتدار او مورخیمه‌ساز آفتونو د له منځه وړلو عملي چارې د یادو ولسوالیو اړوندو کلیو کې پر بڼونو ترسره شوې.
چارواکي وایي، چې د میخانیکي کنټرول ترڅنګ، بڼوالو ته د ښاخ‌برۍ او د آفتونو د مخنیوي اړوند عملي زده کړې هم ورکړل شوې، څو وکولی شي د خپلو بڼونو د حفظ‌الصحې مدیریت پیاوړی کړي.
د کرنې وزارت وایي، چې د هېواد په کچه د مورپتدار او مورخیمه‌ساز آفتونو د کنټرول لړۍ روانه ده او تر بشپړ تطبیق به دوام ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت