هرات کې پراخه پانګونه او د هګیو د تولید زیاتوالی؛ د چرګانوپالنې صنعت د ځان‌بسیاینې پر لور

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۱۹
سرمایه‌گذاری گسترده و افزایش تولید تخم مرغ در هرات؛ صنعت مرغ‌پروری به‌سوی خودکفایی

د هرات په ولایت کې د چرګانو پالنې صنعت د پام وړ وده کړې ده او د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هګیو، غوښې او د چرګانو د خوراک د تولید په برخو کې له ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده. د هرات د چرګانو پالنې صنعت مسؤلینو د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي سره په لیدنه کې وویل، چې دې پانګونو زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د چارواکو په وینا، دا مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ میلیونه دانې هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید ټولنه غواړي، چې دا شمېر په راتلونکو څو میاشتو کې د ورځې تر ۴ میلیونو هګیو ورسوي. د هګیو د تولید د ټولنې رییس عبدالقدیر پوپل وایي، چې د پانګوالو هڅو او د حکومت ملاتړ د دې صنعت بې‌ساری پرمختګ رامنځته کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «نږدې ۱۵ زره کسان د هګیوچرګانو په فارمونو کې پر کار بوخت دي. د هرات د چرګانو محصولات ۷۰ سلنه نورو ولایتونو ته رسېږي. یوازې په تېرو اتو میاشتو کې د دې برخې د تولید وړتیا څو برابره شوې ده.»
همدارنګه، د هرات د مالدارۍ خدمتونو آمر مولوي محمدعمر قاصد وایي، چې په دې ولایت کې په ټولیز ډول ۸۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي، چې له دې ډلې ۶۵ د هګۍ تولیدوونکي فارمونه دي. هغه ټینګار وکړ، چې ځینې فارمونه هره ورځ تر ۴۰۰ زره هګیو پورې تولید لري او د خلکو لېوالتیا دې صنعت ته ورځ تر بلې زیاتېږي.
د فارمونو کارکوونکو هم د کاري وضعیت له ښه والي او د پانګونو له ډېرېدو خوښي څرګنده کړه. زنده‌جان ولسوالی کې د «فوشِنج پروتین» فارم تخنیکي مدیر محمد وویل، چې د دوی فارم د ۱۶۰ زره چرګانو پالنې ظرفیت لرونکی دی او ۷۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، محمدآصف کریمي، چې په هرات کې د هګیو په یوه فارم کې کارګر دی، وویل چې دوی هره ورځ ۱۹۴ کارتن هګۍ تولیدوي، چې په هر کارتن کې ۱۸۰ دانې هګۍ وي.
هرات د افغانستان د لوېدیځ زون په کچه د چرګانو د روزنې له مخکښو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، دا ولایت د هګیو او غوښې د تولید په برخه کې تر ډېره ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی. د کرنې وزارت وایي، چې د دې صنعت د لا پراختیا هڅې روانې دي، تر څو د خلکو د خوراک اړتیاوې پوره شي او هم لا زیاتو کسانو لپاره د کار فرصتونه برابر شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان‌سي‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۳
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی. . .

بازگشت