د کونړ نورګل ولسوالی کې ۱۵ یتیمو کورنیو ته اصلاح شوې غواګانې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۲۲
د کونړ نورګل ولسوالی کې ۱۵ یتیمو کورنیو ته اصلاح شوې غواګانې ووېشل شوې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغان یتیم پالنې خیریه مؤسسې استازو، د  کونړ دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوي محمد سرور صادق، د مالدارۍ خدماتو آمر سید احمدګل او مل پلاوي په ملتیا، د نورګل ولسوالی د مرستیال ولسوال، د کرنیزو خدمتونو مدیر او د سیمې د قومي مشرانو په حضور کې، د یادې ولسوالی ۱۵ اړمنو یتیمو کورنیو ته د اصلاح شوي نسل کونړۍ غواګانې ووېشلې.
د کونړ دکرنې رییس مولوی محمد سرور صادق په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې وېش له برکته به د نورګل ولسوالی د ۱۵ اړمنو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده راکمې شي او دوی به د مالدارۍ له لارې دوامدار عاید ترلاسه کړي. نوموړي د افغان یتیم پالنې خیریه مؤسسې له استازو او تمویلوونکو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې ټولې چارې د اسلامي امارت د اصولو له مخې او په بشپړې روڼتیا ترسره شي.
همداراز، د مالدارۍ خدمتونو آمر یادو یتیمو کورنیو او د نورګل ولسوالی نورو مالدارانو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د حیواني خوراکي موادو د وېش په برخه کې هم لازمې همکارۍ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه ډول مرستې د بې‌وزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ د مالدارۍ سکتور د ودې لامل هم ګرځي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت