هلمند کې د بې‌کیفیته شاتو د مخنیوي په تړاو ګډه ناسته تر سره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۷
هلمند کې د بې‌کیفیته شاتو د مخنیوي په تړاو ګډه ناسته تر سره شوه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت امر حافظ هدایت الله هدایت  او اړونده مدیرانو، د شاتو مچیو روزونکو او د شاتو د اتحادیې له رییس، مرستیالانو او غړو سره غونډه ترسره کړه.
په ناسته کې په بازارونو کې د بې‌کیفیته او تقلبي شاتو د مخنیوي، او همدارنګه هغه وارداتي شاتو د څارنې په اړه هر اړخیز بحث وشو چې د تولید منبع یې روښانه نه وي.
د مالدارۍ امریت آمر له اتحادیې څخه د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د دې ستونزو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
په ګډه پرېکړه وشوه، چې د اتحادیې او د مالدارۍ امریت په همغږۍ به د بازارونو له بې‌کیفیته شاتو څخه مراقبت ترسره کېږي.
همدارنګه ټولنې ته ۴۵ ورځې وخت ورکړل شو ترڅو خپل ټول تولید شوي شات د مشخصو معیارونو سره برابر او له کیفیت څخه یې د آمریت مسؤلینو ته ډاډ ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت