د کندهار له لارې د انځرو صادرات دوه برابره زیات شوي؛ سږ کال نږدې ۳۰ زره ټنه انځر بهر ته لېږدول شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۳۷
د کندهار له لارې د انځرو صادرات دوه برابره زیات شوي؛ سږ کال نږدې ۳۰ زره ټنه انځر بهر ته لېږدول شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو صادرات ۲۹ زره او ۷۸۴ ټنو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ-تر دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د کندهار دکرنې ریاست د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې له کندهار ولایت څخه د انځرو صادرات د کرنې ریاست، سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د افغان ملي سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوي دي. د چارواکو په وینا، سږني صادرات د پخوانیو کلونو په پرتله بېسارې زیات شوي او د انځرو ډېری محموله متحده عربي اماراتو، هند، انګلستان، پاکستان، چین، کاناډا، نیپال، المان او سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، دا زیاتوالی د بڼوالۍ د پیاوړتیا، د صادراتي لارو د اسانتیا، د سړو خونو او بسته‌بندۍ د مرکزونو د فعالېدو، او د خصوصي سکتور د پراخې ونډې پایله ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له کندهار څخه ۱۳ زره او ۲۰۶ ټنه انځر صادر شوي وو، خو سږ کال دا کچه ۱۶ زره او ۵۷۸ ټنه لوړه شوې، چې د هېواد د صادراتي سکتور د وده‌موندنې څرګند شاخص بلل کېږي.
د ا.ا.ا چارواکي ټینګار کوي، چې هڅې یې روانې دي څو د هېواد د صادراتو کچه نوره هم لوړه، د وارداتو اړتیا کمه، او د افغان سوداګرو لپاره نړۍوال بازارونه پراخ شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت