سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې اوبیزې او ۴۰۴ زره مټریک ټنه للمي غنم دي.
سږ کال د هېواد په کچه پر شاوخوا ۱.۸۹ میلیون هکتاره ځمکه د غنمو کرکېله شوې وه، چې له دې ډلې څخه ۱.۳۳ میلیون هکتاره یې اوبیزې او ۵۶۲ زره هکتاره للمي ځمکه ده. د تېر کال په پرتله د اوبیزو غنمو د کر سیمه ۴ سلنه او د للمي غنمو د کر سیمه ۲۴ سلنه راکمه شوې ده.
وچکالي، کرنیز افتونه لکه ملخ، سېلابونه، سرخي، سیاهقاق او کفشک، او همدارنګه د موسمي بارانونو نهشتوالی او یا ناوخته اورېدل، د سږني کال د غنمو د حاصلاتو د کمښت اصلي لاملونه بلل شوي دي.
سره له دې، په یو شمېر ولایتونو لکه بغلان، سمنګان، پکتیکا، میدان وردګ او نیمروز کې د غنمو د کر سیمه لږه زیاته شوې ده. د احصایوي تحلیلونو له مخې، سږ کال په هر هکتار ځمکه کې په اوسط ډول ۳.۱۲ ټنه اوبیز غنم او ۰.۷۲ ټنه للمي غنم حاصلات ترلاسه شوي دي.
د هېواد دغنمو کلنۍ اړتیا ۶.۸۷ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې، چې له دې ډلې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه یې په کور دننه تولیدېږي او پاتې ۲.۳۳ میلیون مټریک ټنه له بهر څخه واردېږي.
د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، تخار او کندز ولایتونو حاصلات سږ کال له اړتیا زیات وو، او د یادو ولایتونو مازاد غنم د کرنې وزارت له خوا پېرل شوي او په سیلوګانو کې زېرمه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د راتلونکي کال لپاره د غنمو د تولید د زیاتوالي په موخه به د کیمیاوي سرو، اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش او دغه راز د تخنیکي سلامشورو پروګرامونه د هېواد په کچه دوام ولري.
امسال در کشور بیش از ۴.۵۴ میلیون متریک تُن گندم تولید شده است
بر اساس آمار ریاست احصاییه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری در مجموع ۴.۵۴ میلیون متریک تُن گندم در کشور تولید شده است که از این میان ۴.۱۳ میلیون متریک تُن گندم آبی و ۴۰۴ هزار متریک تُن گندم للمی میباشد.
در سال جاری، ۱.۸۹ میلیون هکتار زمین در سراسر کشور تحت کشت گندم قرار گرفته که حدود ۱.۳۳ میلیون هکتار آن زمین آبی و ۵۶۲ هزار هکتار آن زمین للمی بوده است. در مقایسه با سال گذشته، ساحات تحت کشت گندم آبی ۴ درصد و گندم للمی ۲۴ درصد کاهش یافته است.
خشکسالی، آفات زراعتی مانند ملخ، سیلاب، سرخی، سیاهقاق و کفشک از عوامل اصلی کاهش حاصلات گندم در سال جاری عنوان شده است. همچنان، نبود بارانهای موسمی و بهموقع نیز بر سطح تولید تأثیر منفی گذاشته است.
در برخی ولایات از جمله بغلان، سمنگان، پکتیکا، میدان وردک و نیمروز افزایش اندکی در ساحات تحت کشت گندم مشاهده شده است. طبق تحلیلهای احصایی، در سال جاری بهطور اوسط، ۳.۱۲ تُن گندم آبی و ۰.۷۲ تُن گندم للمی در هر هکتار برداشت گردیده است.
نیاز سالانه کشور به گندم ۶.۸۷ میلیون متریک تُن برآورد شده که از این میان، ۴.۵۴ میلیون تُن آن در داخل کشور تولید و ۲.۳۳ میلیون تُن دیگر از خارج تأمین میگردد.
به اساس معلومات ریاست احصایه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، ولایات کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، تخار و کندز در سال جاری دارای گندم مازاد بودهاند و مقادیر قابلتوجهی از حاصلات آنان توسط وزارت خریداری و در سیلوها ذخیره شده است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری میگوید که برای افزایش تولید گندم در سال آینده، برنامههای توزیع کود کیمیاوی، تخم اصلاحشده بذری، وسایل زراعتی و مشورههای تخنیکی را در سطح کشور ادامه خواهد داد.
