د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د کندهار کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې ۳۰۳ تنه او لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې ۲۱۴ تنه بېوزله او اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.  
د یادې مرستي د روڼتیا، عادلانه وېش او وړ بزګرانو د انتخاب لپاره یو کډه کمیټه هم جوړه شوې وه، چې تر نوم لیکني وروسته اوس مهال هر بزکر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلو توره سره، ۵۰ کیلو سپینه سره او د کرکېلې یو شمېر اړین تجهیزات ووېشل شول، چې د مرستې څخه برخمن شویو بزګرانو ته مخکي د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کاروني، اوبو لګولو، نوي میتودونو او ورته نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې وه.
د هالنډ کمیټې یو تن مسؤل انجنیر محمد سلیم پوپل وایي؛ چې د غنمو یاد تخم د ۲ جریبه ځمکې کرلو لپاره د ننداریزو قطعي په موخه ورکول شوي دي، چې پر ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه به په کتاري ډول او ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه به په پاشلي ډول کرل کېږي.
د یادې مرستي څخه موخه په کندهار کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بېوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د کمي ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي. 
د یادونې وړ ده، چې ورته مرستې به د غورک، خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې هم پر سلګونو بزګرانو ووېشل شي.


در دو ولسوالی کندهار برای صدها دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد
۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌کوشش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل متحد (UNODC) و همکاری تخنیکی کمیته هالند، برای بیش از ۵۰۰ دهقان در دو ولسوالی این ولایت تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع گردید.
به‌گفته مسئولان ریاست زراعت کندهار، در چوکات این کمک‌ها برای ۳۰۳ دهقان در ولسوالی شاه‌ولی‌کوت و برای ۲۱۴ دهقان نیازمند و بی‌بضاعت در ولسوالی سپین‌بولدک تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شده است.
برای شفافیت، توزیع عادلانه و انتخاب دهقانان مستحق، یک کمیته مشترک ایجاد شده بود. پس از ثبت‌نام، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه، ۵۰ کیلوگرام کود سفید و مقداری تجهیزات لازم زراعتی توزیع گردید. پیش از توزیع، دهقانان در زمینه کشت گندم، استفاده از کود کیمیاوی، آبیاری و روش‌های نوین زراعتی آموزش دیده بودند.
انجنیر محمد سلیم پوپل، یکی از مسئولان کمیته هالند گفت که تخم‌های توزیع‌شده برای کشت نمایشی در دو جریب زمین در نظر گرفته شده است؛ به‌گونه‌ای که در یک‌هزار متر مربع زمین به شکل کتاری و در سه‌هزار متر مربع زمین به روش پاششی کشت خواهد شد.
هدف از این کمک، رشد و گسترش تخم‌های اصلاح‌شده در کندهار، فراهم‌سازی انواع جدید و اصلاح‌شده برای خانواده‌های نیازمند، حمایت اقتصادی از دهقانان، افزایش حاصلات از زمین‌های کم و در نهایت تقویت وضعیت اقتصادی آنان می‌باشد.
گفتنی است که کمک‌های مشابه برای صدها دهقان در ولسوالی‌های غورک، خاکریز و ارغستان نیز توزیع خواهد شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت