د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره ۸۰۰ کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شول.
یاد واکسین د تخته‌پل ولسوالی د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ او د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د درېیو اونیو په موده کې تطبیق شو. د واکسین کولو موخه د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، د مالدارانو اقتصادي زیانونه راکمول او د هغوی ملاتړ بلل کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، د دې واکسین د تطبیق له امله به د څارویو د شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي او مسلکي کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د «اف.اې.او»  او د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د ډنډ ولسوالی کې له ۳۰ زره زیات کوچني څاروي د درېیو بیلابیلو ناروغیو پر ضد وقایوي واکسین شوي وو، چې اوس مهال یې د تطبیق چارې په نورو ولسوالیو کې هم روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت