کندز ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۴۰
در ولایت کندز برنامه‌های آموزشی آگاهی‌دهی درباره‌ی تغییرات اقلیمی برگزار شد

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د کندز د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د بېلابېلو کلیو ۱۵۰ تنو بزګرانو او کلیوالو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرامونه په لاره واچول.
یاد روزنیز پروګرامونه د کندز ولایت د مرکز سربېره، د خان‌آباد، آقتاش، علي‌اباد او چهاردرې په ولسوالیو کې هم ترسره شوه.
د دې برنامې موخه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د خبرداري سیستم فعالول او د سیمې د معلوماتو راټولول دي، څو دغه سکتور د نوو اقلیمي شرایطو سره ښه عیار شي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د کندز ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست وايي، چې ورته برنامې به د نورو ولایتونو په کچه هم د سیمه‌ییزو بزګرانو په ګډون ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د بودجې او پراختیايي پروژو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، او د دغه وزارت د سکتوري او خدماتي رییسانو په حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

شپږو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ پروژو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د افغان اېډ مؤسسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۸
Background image

بدخشان او کونړ کې د پراختیايي پروژو د پیل په‌پار د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشورتي غونډه ترسره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دغه وزارت د رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو، او همداراز د ملګرو ملتونو. . .

بازگشت