کندز ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
Wed, Oct 22 2025 10:40 AM
در ولایت کندز برنامه‌های آموزشی آگاهی‌دهی درباره‌ی تغییرات اقلیمی برگزار شد

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د کندز د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د بېلابېلو کلیو ۱۵۰ تنو بزګرانو او کلیوالو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرامونه په لاره واچول.
یاد روزنیز پروګرامونه د کندز ولایت د مرکز سربېره، د خان‌آباد، آقتاش، علي‌اباد او چهاردرې په ولسوالیو کې هم ترسره شوه.
د دې برنامې موخه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د خبرداري سیستم فعالول او د سیمې د معلوماتو راټولول دي، څو دغه سکتور د نوو اقلیمي شرایطو سره ښه عیار شي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د کندز ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست وايي، چې ورته برنامې به د نورو ولایتونو په کچه هم د سیمه‌ییزو بزګرانو په ګډون ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS