د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د راپور وړاندې کولو غونډه دایره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۶:۲۹
د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د راپور وړاندې کولو غونډه دایره شوه


۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال د راپور وړاندې کولو غونډه دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» په شتون کې د وزارت د بېلابېلو سکتوري رياستونو د رییسانو په ګډون ترسره شوه.
په پيل کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د شفافيت او اغېزمنتيا پر اصل ټينګار وکړ او له حاضر رییسانو څخه یې وغوښتل، چې خپلې بوديجې د کلني پلان له مخې په مؤثر ډول عملي کړي او د روانو پروژو پر بهير لازم نظارت ولري.
وروسته د مالي او حسابي رياست کارکوونکو د خپلو فعاليتونو او د رياستونو د بوديجې د لګښت څرنګوالی د پريزينټېشن له لارې وړاندې کړل. دغه راز ددې غونډې په ترڅ کې د ګډون کوونکو رییسانو له لوري د خپلو اړوندو پروژو د پرمختګ په اړه هم معلومات شريک شول.
ياده غونډه د بوديجې د شفافيت د پياوړتيا او د کرنې وزارت د پروژو د لا اغېزمن څار لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.


جلسه ارائه گزارش سال مالی ۱۴۰۴ در وزارت زراعت برگزار شد
۲۳ میزان ۱۴۰۴
جلسه ارائه گزارش سال مالی ۱۴۰۴ با حضور ملا آغاجان “حاجی سالم”، معین مالی و اداری، و روسای سکتوری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر گردید.
در آغاز جلسه، معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن تأکید بر شفافیت و کارآمدی، از روسای حاضر خواست که مطابق پلان سالانه، بودجه خود را به‌طور مؤثر عملی کرده و بر جریان پروژه‌های تحت کار نظارت داشته باشند.
سپس کارمندان ریاست مالی و حساب، گزارش فعالیت‌ها و نحوه مصرف بودجه ریاست‌ها را از طریق پریزنتیشن ارائه کردند. در ادامه، روسای حاضر نیز در خصوص پیشرفت فعالیت‌های پروژه‌های مربوط به ریاست‌های خود اطلاعات ارائه کردند.
این نشست گامی مهم در راستای شفاف‌سازی بودجه و تقویت نظارت بر پروژه‌های وزارت زراعت به‌شمار می‌رود

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت