د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون ولسوالی په کچه د بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام په دوام، هغو ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، د مالدارۍ آمریت په همغږۍ د تخمي چرګانو د وېش له پیل څخه وړاندې د چرګانو خوراکي دانه ووېشل شوه.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته درې بورۍ (۱۵۰ کیلوګرامه) د تخمي چرګانو ځانګړې خوراکي دانه د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې په شفاف او منظم ډول ووېشل شوه، ترڅو د چرګانو د روزنې لپاره مناسب چمتووالی رامنځته او د پروژې موخې په اغېزمنه توګه عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د بېوزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو عوایدو د زیاتوالي، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د مالدارۍ سکتور د ودې په موخه پلي کېږي.
 د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ټولو همکارو مؤسسو له دوامدارو همکاریو مننه کوي او ډاډ ورکوي، چې ورته پروژې به د شفافیت، عدالت او غوره همغږۍ په چوکاټ کې عملي کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت