د ننګرهار سره رود ولسوالی کې وړې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۴۴
د ننګرهار سره رود ولسوالی کې وړې شنې خونې جوړېږي

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې «ان.سي.آر.او» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي لګښت د سره رود په ولسوالی کې ۲۰ بابه وړې شنې خونې د بېوزله او ناچارو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړېږي.
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې داشنې خونې هغو بېوزله او ناچاره مېرمنو ته جوړېږي، چې د کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې وي. نوموړې زیاته کړه، چې یادو مېرمنو ته دسبو  موسمي تخمونه او  کرنیز توکي هم ورکول کېږي.
ښاغلي محسن وویل، چې له دغې مرستې برخمونو کسانو ته په شنو خونو کې د نباتاتو کرلو، نرمکارۍ، ناروغیو مخنیوي، اوبو لګولو، حاصل ټولولو او نورو بېلا بېلو برخو کې روزنې هم ورکول کېږي.
د یادو شنوخونو جوړولو موخه له کمې ځمکي څخه د ډېرحاصل ترلاسه کول، د ناچاره کورنیو لاسنېوي او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.


ایجاد سبزخانه‌های کوچک در ولسوالی سرخ رود ولایت ننگرهار
۱۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به کوشش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با همکاری تخنیکی مؤسسه مشورتی و کمکی «ان.سی.آر.او» و تمویل مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، قرار است ۲۰ باب سبزخانه کوچک در ولسوالی سرخ‌رود این ولایت برای توانمندسازی اقتصادی خانواده‌های بی‌بضاعت و نیازمند ایجاد گردد.
مولوی محمدولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که این سبزخانه‌ها برای زنان نیازمندی ساخته می‌شود که مسئولیت سرپرستی خانواده‌های‌شان را بر دوش دارند. وی افزود که به این زنان تخم‌های موسمی سبزیجات و ابزارهای زراعتی نیز توزیع می‌گردد.
آقای محسن علاوه کرد که برای مستفیدین این برنامه آموزش‌های عملی در زمینه‌های کشت نباتات در سبزخانه، نرم‌کاری، جلوگیری از امراض نباتی، آبیاری، جمع‌آوری حاصل و سایر بخش‌های مرتبط نیز ارائه می‌شود.
هدف از ایجاد این سبزخانه‌ها، به‌دست آوردن حاصل بیشتر از زمین کم، حمایت از خانواده‌های نیازمند و تأمین امنیت غذایی در سطح جامعه عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت