د کرنې او اقتصاد وزارتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۱
د کرنې او اقتصاد وزارتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان د ملي پراختیایي تګلارې د پلي کولو د تعقیب لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد وزارتونو ترمنځ غونډه دایره شوه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د پلان رییس سید احمد خالد صاحب‌زاده، او د اقتصاد وزارت د کرنې او اقتصاد سکتور رییس احسان‌الله مرادي او دغه راز د دواړو ادارو آمران او سلاکاران ګډون درلود.
ګډونوالو د افغانستان د ملي پراختیایي تګلارې د عملي کولو اړوند پر پوښتنو، نظریاتو او راپورونو بحث وکړ او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې د دواړو وزارتونو ترمنځ د نظرونو تبادله وکړه.

جلسه همآهنگی میان وزارت‌های زراعت و اقتصاد برگزار شد
جلسه‌ای به هدف تعقیب عملی‌سازی استراتیژی ملی انکشاف افغانستان میان وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری و اقتصاد دایر گردید.
در این نشست سیداحمد خالد صاحب‌زاده رئیس پلان وزارت زراعت و احسان‌الله مرادی رئیس سکتور زراعت و اقتصاد وزارت اقتصاد، همراه با آمران و مشاوران هر دو اداره اشتراک داشتند.
اشتراک‌کنندگان جلسه پیرامون پرسش‌ها، نظریات و گزارش‌های مربوط به روند عملی‌سازی استراتیژی ملی انکشاف افغانستان بحث کرده و روی تقویت همکاری‌های آینده میان دو وزارت تبادل نظر نمودند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت