د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۵
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د درې دېرشم نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم" او د وزارت د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه.
د غونډې په ترڅ کې د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو، د مېلمنو د هرکلي، د امنیت د ټینګښت، د ګډونوالو د بلنې او د سپارل شویو دندو د ترسره کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. همدارنګه اړوندو کمیټو خپل کاري راپورونه او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.
د وزارت مرستیالانو د نندارتون د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ، څو دغه پروګرام په بریالیتوب او پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېږي.
د کرنې وزارت خزاني نندارتون به د روان کال د تلې له ۹مې تر ۱۲مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې ترسره شي، چې پکې به کرنیز، مالدارۍ او د لاسي صنایعو محصولات نندارې ته وړاندې شي.

جلسه برای بررسی آمادگی‌ها برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد
۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  جلسه‌ای به منظور بررسی آمادگیها برای برگزاری سی‌وسومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان برگزار گردید.
این نشست با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی، ملا آغاجان "حاجی سالم" معین مالی و اداری و با حضور رؤسای وزارت دایر شد.
در جریان جلسه روی برگزاری هرچه بهتر نمایشگاه، پذیرایی از مهمانان، تأمین امنیت، دعوت اشتراک‌کنندگان و رسیدگی به مسوولیت‌های محوله بحث و تبادل نظر صورت گرفت. همچنان کمیته‌های موظف گزارش کاری و برنامه‌های آینده خود را ارائه کردند.
معینان وزارت بر همکاری مشترک رؤسا و کارمندان مسوول نمایشگاه تأکید نمودند تا این برنامه بدون مشکل به پایان برسد.
نمایشگاه خزانی وزارت زراعت از تاریخ ۹ تا ۱۲ میزان سال روان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار می‌شود و در آن محصولات زراعتی، مالداری و صنایع دستی به نمایش گذاشته خواهد شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۷
Background image

کندهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ستر چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ، د کندهار ولایت د کښته شاولیکوټ ولسوالی په کندلانو کلي کې د یو لوی چکډېم د جوړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۳۲
Background image

هلمند کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان راتلونکو نسلونو خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه پر لسګونه مېرمنو کورني چرګان ووېشل  شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ټولنیزي برابرۍ او تعلیمي خدماتو مؤسسې له لورې د کامي په ولسوالی کې پر ٦٥ بې وزله. . .

بازگشت