د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sat, Sep 27 2025 2:15 PM
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د درې دېرشم نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم" او د وزارت د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه.
د غونډې په ترڅ کې د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو، د مېلمنو د هرکلي، د امنیت د ټینګښت، د ګډونوالو د بلنې او د سپارل شویو دندو د ترسره کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. همدارنګه اړوندو کمیټو خپل کاري راپورونه او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.
د وزارت مرستیالانو د نندارتون د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ، څو دغه پروګرام په بریالیتوب او پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېږي.
د کرنې وزارت خزاني نندارتون به د روان کال د تلې له ۹مې تر ۱۲مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې ترسره شي، چې پکې به کرنیز، مالدارۍ او د لاسي صنایعو محصولات نندارې ته وړاندې شي.

جلسه برای بررسی آمادگی‌ها برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد
۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  جلسه‌ای به منظور بررسی آمادگیها برای برگزاری سی‌وسومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان برگزار گردید.
این نشست با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی، ملا آغاجان "حاجی سالم" معین مالی و اداری و با حضور رؤسای وزارت دایر شد.
در جریان جلسه روی برگزاری هرچه بهتر نمایشگاه، پذیرایی از مهمانان، تأمین امنیت، دعوت اشتراک‌کنندگان و رسیدگی به مسوولیت‌های محوله بحث و تبادل نظر صورت گرفت. همچنان کمیته‌های موظف گزارش کاری و برنامه‌های آینده خود را ارائه کردند.
معینان وزارت بر همکاری مشترک رؤسا و کارمندان مسوول نمایشگاه تأکید نمودند تا این برنامه بدون مشکل به پایان برسد.
نمایشگاه خزانی وزارت زراعت از تاریخ ۹ تا ۱۲ میزان سال روان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار می‌شود و در آن محصولات زراعتی، مالداری و صنایع دستی به نمایش گذاشته خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS