لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه کې، چې د لوګر د کرنې رییس مولوی شیر آقا «پیر حبیب الرحمن» په مشرۍ ترسره شوه، پکې د ولایت مقام، کلیو بیا رغونی او پراختیا رياست، اقتصاد ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د مرستندویه موسساتو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوګر د کرنې رییس مولوی شیر آقا «پیر حبیب الرحمن» د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلی «حبیب الرحمن» زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
همدارنګه، د غونډې په جریان کې د اوبو ضایعاتو د مخنیوي موضوع هم مطرح شوه، چې په وروستیو کلونو کې د ځمکنيو اوبو سطحه په چټکۍ سره کمېږي. په دې اړه پرېکړه وشوه، چې په کښت او مزارعو کې د اوبو د قطره یي سیستم نصب او فعال شي، همدارنګه د رسنیو له لارې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په هدف عامه پوهاوی او تبلیغات ترسره شي. په ورته وخت کې، د بادنجان رومي د کښت  لپاره اړینې تدابیر هم تر سره شي، څو د سطحي او ځمکنيو اوبو ضایعات کم شي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې ریاست سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت