سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۳
سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوګیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا یو پلاوی، سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د سرپل د کرنې ریاست کارکوونکو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د معیاري کرنیزو څېړنیزو فارمونو د نشتوالي، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړتیا او نورو برخو کې خپلې ستونزې له یاد پلاوي سره شریکې کړې او د کرنې له وزارت څخه یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت پلاوی همدارنګه د اوبو مدیریت، د کتار په بڼه دغنمو او مالوچو کرکېله، حیواني روغتیا، د مالدارۍ خدمتونو، د اراضۍ او د ځمکوالۍ د چارو تنظیم او د کرنې د سکتور د نورو برخو په اړه خبرې وکړې. د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس رییس ټینګار وکړ چې د سرپل ولایت لپاره ځانګړې شوې پرمختیايي پروژې باید په سمه توګه او پر خپل وخت پلي شي او د مالدارۍ د برخې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د مالدارۍ سیستمونه، مسلخونه او د لبنیاتو تولید معیاري کړي.
د سرپل د کرنې ریاست کارکوونکو د پلاوي د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به اړینه همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت