پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۲۲
پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د مرکز اړوند د خطابي کلي ۱۰ تنو مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړولو عملي او نظري روزنې ورکړل شوې.
د پکتیا دکرنې ریاست د تغذیې مدیر، عزت الله صدیقي، وویل چې یاد حیواني خوراک د شنو واښو څخه جوړېږي، مالدارانو ته له اقتصادي پلوه ډېره ارزانه تمامیږي، د حیواناتو لپاره ګټور دی او د محصولاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
ښاغلی صدیقي زیاته کړه، که چیرې مالداران وغواړي چې نوموړی خوراک د خپلو حیواناتو لپاره چمتو کړي، نو کولای شي د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت ته مراجعه وکړي.

پکتیا: آموزش عملی تهیه خوراک حیوانی (سایلج) برای مالداران آغاز شد
۱۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا از طریق آمریت مالداری و صحت حیوانی، برای ۱۰ تن از مالداران قریه خطابی مرکز، آموزش‌های عملی و نظری در زمینه ساخت خوراک حیوانی (سایلج) برگزار نمود.
عزت‌الله صدیقی مدیر تغذیه ریاست زراعت پکتیا گفت که این خوراک حیوانی از علف‌های سبز تهیه می‌شود، برای مالداران از لحاظ اقتصادی بسیار ارزان تمام می‌گردد، برای حیوانات سودمند است و در افزایش محصولات نقش مهم دارد.
وی افزود که در صورت تمایل مالداران به تهیه این نوع خوراک برای حیوانات‌شان، می‌توانند به آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا مراجعه نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت