د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۱۵
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانگذارۍ، تحقيق او تطبيق رييس ډاکټر رستم حفيظيار ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا یاد وزارت ته د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ کې په شپېته جریبه ځمکه باندې د تيرپارکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانگذارۍ، تحقيق او تطبيق رييس ډاکټر رستم حفيظيار ترمنځ لاسلیک شوه.

انتقال زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به وزارت ترانسپورت و هوانوردی
۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین‌های این ریاست و داکتر رستم حفیظیار رییس پلان‌گذاری، تحقیق و تطبیق پروژه‌های وزارت ترانسپورت و هوانوردی در آن حضور داشتند، زمین از سوی ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت به وزارت ترانسپورت و هوانوردی انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد وزارت ترانسپورت و هوانوردی و حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) توسط ریاست اراضی برای ساخت ترمینال‌های پارک وسایط در سالنگ ولایت پروان در مساحت شصت جریب انتقال داده شد.
توافق‌نامه انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت و داکتر رستم حفیظیار رییس پلان‌گذاری، تحقیق و تطبیق پروژه‌های وزارت ترانسپورت و هوانوردی به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت