د کندهار سپین بولدک کې د ګمرک جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه رسماً د ګمرک ریاست ته وسپارل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۴
د کندهار سپین بولدک کې د ګمرک جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه رسماً د ګمرک ریاست ته وسپارل شوه

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د حکم پر اساس او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د حوت غره لویدیځ لوري ته ۱ زر او ۴ جریبه ځمکه د ګمرک ریاست ته انتقال او په رسمي ډول وسپارل شوه، څو د ګمرک د جوړولو او عامه خدماتو د ترسره کولو لپاره ترې استفاده وشي.
د کندهار دکرنې ریاست د کدستر آمریت د ځمکې د انتقال مدیر عصمت الله وایي، یاد انتقال د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اراضي ریاست د منظور شوي مکتوب له مخې ترسره شو. د کندهار د کرنې ریاست اړوند د کدستر آمریت فني او مسلکي ټیم دغه ځمکه د اړونده مسؤلینو په شتون کې په رسمي ډول د ګمرک ریاست ته وسپارله.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د ځانګړي حکم له مخې د کندهار عینومیني ښارګوټي ختیځې سیمې کې دوه زره جریبه ځمکه د ارشاد، حج او اوقافو ریاست لپاره انتقال شوې وه، چې د مرکز د حکم بشپړېدو وروسته به رسماً د یاد ریاست واک ته وسپارل شي او د کندهار ښار لپاره به د هدیرې په موخه وکارول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت