د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له لوري د څاګې په سیمه کې د محافظوي پولو د جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له لوري د څاګې په سیمه کې د محافظوي پولو د جوړولو چارې روانې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د سېلابونو او د اوبو د زیاتوالي له ګواښه د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او کروندود خوندیتوب په موخه، د څاګې په سیمه کې د شاوخوا ۴۵۰ مترو محافظوي پولو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې یوه پوله چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۱۳ متره پلنوالی لري، نږدې بشپړېدلو ته رسېدلې ده، او بله پوله چې ۳۵۰ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، په نږدې ورځو کې به یې عملي کارونه پیل شي.
یادې چارې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په امکاناتو، عصري ماشینرۍ او مسلکي فني ټیم پرمخ وړل کېږي، چې له بشپړېدو سره به یې د کرنیزو فارمونو، دولتي ملکیتونو او د سیمې د اوسېدونکو شتمنۍ له طبیعي پېښو او سېلابونو خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دا د نږدې دوو لسیزو وروسته لومړی ځل دی، چې په دې کچه محافظوي رغونې چارې ترسره کېږي، چې د خلکو د امنیت او باور فضا پیاوړې کړې ده.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ژمنه کړې، چې د خپلو ټولو فارمونو او شاوخوا سیمو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې نور هم ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت