خبرتیا:

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۲۲

خبرتیا:
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص او شرکتونه، چې له فتحې نه مخکې یې د دې وزارت د SNaPP2 او CLAP پروژو سره قراردادونه لرل او تر اوسه یې حسابونه نه دي تصفیه شوي، خبر ورکول کېږي چې د روان میلادي کال د زمری  له 21 نېټې تر 31  (اګیسټ له ۱۲ نېټې تر ۲۲)  نېټې پورې دې یاد وزارت ته تشریف راوړي او د خپلو پروژو د باقیدارۍ او د حسابونو د تصفیې په موخه، اړوند اسناد دې د تمویلونکو د پلټنې ټیم سره په رسمي ډول شریک کړي.
یادونه: د نه راتګ او یا ځنډ په صورت کې، ټول مسوولیت به د یادو اشخاصو او شرکتونو پر غاړه وي.
د اړیکې شمېره: 0729686060

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت