خبرتیا:
خبرتیا:
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص او شرکتونه، چې له فتحې نه مخکې یې د دې وزارت د SNaPP2 او CLAP پروژو سره قراردادونه لرل او تر اوسه یې حسابونه نه دي تصفیه شوي، خبر ورکول کېږي چې د روان میلادي کال د زمری له 21 نېټې تر 31 (اګیسټ له ۱۲ نېټې تر ۲۲) نېټې پورې دې یاد وزارت ته تشریف راوړي او د خپلو پروژو د باقیدارۍ او د حسابونو د تصفیې په موخه، اړوند اسناد دې د تمویلونکو د پلټنې ټیم سره په رسمي ډول شریک کړي.
یادونه: د نه راتګ او یا ځنډ په صورت کې، ټول مسوولیت به د یادو اشخاصو او شرکتونو پر غاړه وي.
د اړیکې شمېره: 0729686060