پکتيا کې د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو ادارو له مسؤلينو سره غونډه تر سره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵

۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتيا والي ملا مهرالله حماد پۀ مشرۍ د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو ادارو له مسؤلينو سره مشورتې غونډه تر سره شوه. په ياده غونډه کې د پکتيا مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين، د پکتيا امنيه قوماندان، مرافعه محکمې رییس، د علماء شورا رییس، استخباراتو رییس، دکرنې رییس او ځينو نورو مسؤلینو هم کډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او دغه راز د غونډې په ترڅ کې په دې هم خبرې وشوې، هغه خلک چې پخوا يې د‌ ژوند چارې د غرنيو وچو لرګيو په کاروبار روانې وې بديلې لارې چارې ورته پيدا شي او د يادو سيمو خلکو د بيوزلې د مخنيوي لپاره دې ور سره بشري مرستې وشي.
په غونډه کې مسؤلينو په دې تړاو د نظرونو تبادله وکړه او په دې پريکړه وشوه، چې د ځنګلونو د لا ښې ساتنې، لرګيو د‌ بديل پيدا کولو، خلکو ته د کار پيدا کولو او نورې اړينې لارې چارې به مرکزي ادارې ته د ورستیو چارو په موخه وړانديز شي، څو د ولسونو اړتياوې پوره او په را روان ژمي کې د سون توکو د کمبود ستونزه له وړاندې حل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت