بلخ ته د کرنې وزارت د غلودانو او صنعتي بوټو د رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۸
بلخ ته د کرنې وزارت د غلودانو او صنعتي بوټو د رییس سفر

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلودانو او صنعتي بوټو رییس، مولوي مصباح‌الدین مستعین، د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ. یاد پلاوی د سفر په ترڅ کې د شولګرې او دهدادي ولسوالیو له بېلابېلو کروندیزو سیمو څخه مسلکي لیدنه او ارزونه وکړه.
په دغو لیدنو کې د جوارو، شولو، مۍ، پنبې او سویابین ننداریزو کروندو څخه چې د بزګرانو له لوري کرل شوي وو، د کرنیزو چارو تخنیکي څېړنه وشوه. یاده لیدنه د کرنې وزارت د همږغۍ عمومي مدیر سردار محمد قانون مل، د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر محمد حسین خان، او د اړوندو مؤسسو استازو په همکارۍ ترسره شوه.
یادې ننداریزې کروندې په یو-یو جریب ځمکه کې په خطي بڼه کرل شوې وې. د هر اړخیزې مشاهدې او ارزونې له مخې، یادو نباتاتو د دودیزې کرکېلې پرتله ښه فزیکي وده کړې او تمه ده، چې حاصلات به یې هم ان‌شاءالله ډېر او باکیفیته وي.
دا سفر د کرنیزو چارو د ارزونې، د نوې کرنې د میتودونو د ترویج، او د بزګرانو د هڅونې په موخه ترسره شوی او ټاکل شوې ده، چې د دغو تجربو پر بنسټ، کروندګرو ته لا ډېرې علمي مشورې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت