هډې فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امو د حاصلاتو بریالی فصل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۶
هډې فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امو د حاصلاتو بریالی فصل

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هډې فارم پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ثمرخېلو قوریه کې د ام (مېنګو) بوټو وده سږ کال د پام وړ وه، او حاصل یې په بریالیتوب سره راټول شوی دی.
د یادې قوریې مسؤل مدیر، د دغې لاسته راوړنې اصلي لامل د قوریې د پرسونل له لوري د بوټو پر وخت او منظم پالنه، سالمه روزنه او دوامداره تخنیکي پاملرنه بولي. د نوموړي په وینا، د امو د راټولولو بهیر په مسلکي او تخنیکي ډول تر سره شوی، څو له ونو څخه اعظمي حاصل ترلاسه شي او د راتلونکو فصلونو لپاره لا غوره شرایط رامنځته شي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د کرنې د عصري کولو، د مېوې ونو د ودې او د کرنې د پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړی. یاد شرکت هڅه کوي، چې د نوې ټکنالوژۍ او تجربو له لارې کرنیز فعالیتونه لا اغېزمن کړي او د سیمې بزګرانو ته مثبت بدلونونه راولي.
د یادونې وړ ده، چې د ثمرخېلو قوریې د ام مېوې خوند، ذائقه او اندازه د بازار د اړتیاوو مطابق او له نورو سیمو سره د سیالۍ وړ ګڼل شوې ده، چې دا خپله د محلي تولیداتو پر ارزښت ښه اغېزه کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت