کندهار ښار کې د لبنیاتو ثبت او شرط‌پاڼو وېشل لړۍ پیل شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۸:۴۵
کندهار ښار کې د لبنیاتو ثبت او شرط‌پاڼو وېشل لړۍ پیل شوه


د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د لبنیاتو راټولونکو او پلورونکو د ثبت او شرط‌پاڼو وېش لړۍ پیل شوه. دغه بهیر د شېدو راټولونکو او لبني محصولاتو پلورونکو د تنظیم، راجستر او رسمي شناخت په موخه ترسره کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت د لبنیاتو مدیریت مسؤل حاجي محمد کلیوال وایي، د یادې پروسې له لارې به نه یوازې لبنیات ثبت او راجستر شي، بلکې دوی ته به د کرنې وزارت له خوا ترتیب سوې شرط‌پاڼې هم ووېشل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ثبت او وشرطپاڼو وېشلو پر مهال د لبنیاتو له مرکزونو څارنه هم ترسره کېږي، تر څو د لبنیاتو د کیفیت، شرایطو او فعالیتونو کره ارزونه وشي.
د دې څارنې او ثبت موخه د کندهار ښار د لبنیاتو دقیق شمېر معلومول، په رسمې توګه د لبنیاتو پلورنکو ثبت او دکرنې وزارت د اصولو او مقرارتو له مخې د لبنیاتي فعالیتونو تنظیمول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت