د پکتیکا کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۱
د پکتیکا کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په همغږۍ رغول کېږي، چې په یوه وخت د سلګونو لمونځ‌کوونکو ظرفیت درلودونکي دی او ټولې اړینې اسانتیاوې لکه اوبه، برېښنا، تشنابونه او نور خدمتونه به ولري.
د مسوولینو په وینا یاد جومات د هغو شپږ جوماتونو له ډلې دی، چې د پکتیکا ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لطف او شفقت له مخې منظور شوي دي، چې ودانیزې چارې یې پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت