خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې جوړېږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د وېژن سپلای شرکت په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت په مرکز کې جوړېږي، چې د جوړولو په پآر یې پر ۲۱ بزګرانو د شنوخونو اړوند توکي د چارواکو په شتون  کې ووېشل شول.
دا پروسه د خوست د کرنې رییس الحاج مولوي شېرمحمد ذبیح، د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب، د وزارت د مقام د نظارت او ارزونې ټیم غړو، د پلان او برنامو مدیر اجمل قاسمي، د مېوو متخصص حضرت ولي حضرت یار او د یاد ریاست د سلاکار او متخصص بهیرګل صابري په حضور کې ترسره شوه.
د شنو خونو د جوړولو وسایل، له تخنیکي معیارونو سره سم، د وېژن سپلان شرکت له خوا برابر شوي، چې موخه یې د سبو او مېوو تولید زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو بازار ته اسانه لاس‌رسی دی.
د وېژن سپلای شرکت مسؤلینو ته هدایت ورکړل شو چې د دغو شنو خونو په جوړولو کې د موجودو نیمګړتیاوو اصلاح، د لوړ کیفیت مراعت، او د معیاري ودانیو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
یاد پروګرام د کروندګرو د عوایدو لوړولو او د خوست ولایت د کرنیزو خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته دخوست د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې جوړېږي.

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت