کندهار کې لسګونو بزګرانو ته د انګورو د حاصل راټولولو او د اوبو د مؤثرې کارونې په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۲۳
کندهار کې لسګونو بزګرانو ته د انګورو د حاصل راټولولو او د اوبو د مؤثرې کارونې په موخه روزنه ورکړل شوه

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سولې بنسټ (آر. او. پي) مؤسسې په همکارۍ د کندهار په نېش او میوند ولسوالیو کې ۹۵ بزګرانو ته د انګورو د حاصل راټولولو، پروسس کولو او د اوبو د مؤثرې کارونې په موخه روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنه کې ۳۰ تنه د نېش او ۳۰ تنه د میوند ولسوالۍ بزګران د انګورو د حاصل راټولولو او پروسس کولو په برخه کې وروزل شوه. همداراز ۱۲ تنه د نېش او ۱۳ تنه د میوند ولسوالۍ بزګران د اوبو د مؤثرې کارونې په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. دا روزنه به بزګرانو سره مرسته وکړي، چې د انګورو حاصل په اغېزمنه توګه راټول او پروسس کړي او ترڅنګ به د اوبو مناسب استعمال لپاره عملي لارې چارې وکاروي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو مسلکي وړتیا لوړول، هغوی ته د انګورو د حاصل راټولولو او پروسس کولو مؤثرې طریقې ښودل، د اوبو د کارونې منظم سیستم رامنځته کول او د اوبو په مؤثر استعمال کې د بزګرانو عامه پوهاوی زیاتول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د خپلو همکارو مؤسسو په همغږۍ توانیدلی، چې په وروستیو کې ګڼو بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړي. د همدې لړۍ په دوام، دوه اوونۍ وړاندې هم د اسلامي هوساینې مؤسسې په مالي ملاتړ ۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو د حاصل راټولولو په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت