دهلمند ولایت مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۶
دهلمند ولایت مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له‌ خوا لسګونو بزګرانو ته د سبو لکه بینډۍ، رومیان، بادرنګ او مرچکو د چینجیو او د رېښو د فنګسي او قارچي ناروغیو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو.
په دغه روزنیزه پروګرام کې بزګرانو ته د ترکیبي او کیمیاوي درملو د پاشلو لارې چارې هم ور وښودل شوې.
ګډونوالو له دې روزنیز پروګرامه خوښي وښوده او دهلمند د کرنې ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، چې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي درمل، شنې خونې او ننداریزو کروندو په برخه کې دې ورسره مرستې وشي.
په ورته وخت کې د کرنې سیمه ییزو کارکوونکو لخوا یادو بزګرانو سره د عامه پوهاوی او ګڼو نورو برخو کې د مرستو او همکاریو ژمنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت