میدان وردګو ولایت کې د عصري هوټل د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۵۶
میدان وردګو ولایت کې د عصري هوټل د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۷غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالی اړوند د برېښنا بند ته څېرمه، د "هوټلونو د امارتي شرکت" له‌خوا د عصري هوټل د جوړېدو په موخه ځمکه تثبیت شوه.
یاد اقدام د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځمکو د تثبیت آمریت د ګډ پلاوي له‌خوا ترسره شو. همداراز، د ملکیت د انتقال لپاره لومړني اسنادي چارې هم ترسره شوې، څو د پروژې عملي چارې ژر تر ژره پیل شي.
یاده پروژه به د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا، کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د عصري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت