د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او څارویو روغتیا په برخه کې همکارو مؤسسو سره مشورتي ناسته وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۴۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او څارویو روغتیا په برخه کې همکارو مؤسسو سره مشورتي ناسته وکړه

۲۵ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپل دفتر کې له هغو ادارو او مؤسسو سره چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا په برخه کې فعالیت کوي، مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست رئیسانو او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان، اکشن‌اېډ، هالنډ کمېټې، آغاخان بنسټ، د ملګرو ملتونو د پراختیا بنسټ، افغان‌ایډ، اکتید او ډي سي اې استازو ګډون کړی و.
د ا ناسته په ټوله کې د «طُبق» او نورو حیواني ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لارو څېړنې او همداراز د مالدارانو لپاره د خدماتو پیاوړتیا په موخه جوړه شوه. د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل چې د دې ناستې اساسي موخه د پوستکي ناروغیو څخه د څارویو ساتل دي، تر څو له یوې خوا خلکو ته سالم او باکیفیته خوراکي تولیدات برابر شي او له بلې خوا مالدارانو ته اغېزناک خدمات وړاندې شي.


نشست مشورتی معین زراعت و مالداری با موسسات همکار در بخش مالداری و صحت حیوانی برگزار شد
۲۵ ثور ۱۴۰۴  هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با مسئولان دفاتر و موسسات فعال در بخش خدمات مالداری و صحت حیوانی نشست مشورتی برگزار کرد.
در این نشست، رؤسای ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی و نمایندگان نهادها و موسساتی چون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، اکشن‌اید، کمیته هالند، بنیاد آغاخان، بنیاد عمران سازمان ملل، افغان‌اید، اکتید و دی‌سی‌ای حضور داشتند.
هدف این نشست بررسی راه‌های جلوگیری از شیوع مرض “طبق” و سایر بیماری‌های حیوانی و تقویت خدمات برای مالداران عنوان شد. معین زراعت و مالداری گفت که هدف اصلی این نشست، جلوگیری از سرایت و آلوده شدن حیوانات به امراض جلدی است تا از یک‌سو تولیدات غذایی سالم و باکیفیت برای مردم فراهم گردد و از سوی دیگر به مالداران خدمات مؤثر ارائه شود.
در ادامه، نمایندگان موسسات نظریات خود را مطرح کرده و روی تدوین یک برنامه عملیاتی مشترک توافق نمودند. قرار است در روزهای آینده گام‌های عملی برای رسیدگی به وضعیت مواشی برداشته شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت