د هلمند مارجې ولسوالۍ کې نږدې ۲زره کوچنیو څارویو ته د پي پي آر ناروغۍ ضد واکسین تطبیق شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۳۵
د هلمند مارجې ولسوالۍ کې نږدې ۲زره کوچنیو څارویو ته د پي پي آر ناروغۍ ضد واکسین تطبیق شو

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۲زره کوچنیو څارویو ته د پي پي آر ناروغۍ ضد واکسین تطبیق شو.
یاد کمپاین د څارویو د خوندیتوب، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د مخنیوي او د یادې وژونکې ساري ناروغۍ د خپرېدو د کنټرول په موخه ترسره شو. واکسین‌شوي څاروي عمدتاً وزې، پسونه او مېږې وې، چې د سیمې د مالدارانو د عاید اصلي سرچینه جوړوي.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې د دغه واکسین تطبیق به د پي پي آر ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي، پي پي آر هغه ناروغي ده، چې کولی شي کوچني څاروي له منځه یوسي او د مالدارانو اقتصاد اغېزمن کړي.
سیمه ییزو مالدارانو د دې اقدام هرکلی کړی او د خپلو څارویو د ساتنې په برخه کې یې د کرنې ریاست له مسؤلینو مننه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د څارویو ورته واکسینونو کمپاینونه به د هلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې هم دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت