کندهار کې پر سلګونو بزګرانو د پنبې اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲
کندهار کې پر سلګونو بزګرانو د پنبې اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ارغستان، شاولیکوټ او غورک ولسوالیو کې پر ۳۰۰ بېوزله بزګرانو د پنبې«کالکۍ» اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي وېش لړۍ پیل شو. 
په یاده مرسته د ارغستان، شاولیکوټ او غورک ولسوالیو سلګونه بیوزله بزګران شامل دي. چې لمخې هر بزګر ته ۱۰ کیلو د کالکۍ اصلاح سوې تخم، همداراز د یاد فصل د ښه ودې په موخه هر بزګر ته ۵۰ کیلو توره سره  او ۵۰ کیلو ګرامه سپنه سره وېشل کېږي، ترڅو د روان فصل لپاره د کالکو کرنه په ښه ډول ترسره کړي.
د دې مرستې ترڅنګ، بزګرانو ته د کالکو د معیاري او غوره میتودونو په اړه روزنه هم ورکول کېږي، ترڅو د روان فصل په جریان کې یې کرنه مؤثره او حاصلات یې ډېرشي. د دې مرستې موخه د اړمنو بزګرانو مالي ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ته پراختیا ورکول، د میکانیزه کرنې دودول، د کرنیزو حاصلاتو لوړول، او بزګرانو ته د کاري فرصتونه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په مالي ملاتړ دوې اوونې وړاندې هم د یادې مرستي ترڅنګ د سلګونو بیوزلو او اړمنو بزګرانو ته د لوبیا او سبو تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي او ۴۰ تنه بڼوالو ته یې د پستې بڼونه جوړ کړي دي، ترڅو په لرو پرتو سیمو کې کروندګرو ته د کرنې اړیني چوپړتیاوي برابري شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت