د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵۸
د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له لوري، د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه، د بولان قوریې په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه د پستې تخم وکرل شو.
یاد تخمونه په مجموعي ډول په ۵۵۰۰ پلاستیکي خریطو کې اېښودل شوي دي، چې د مسلکي کارمندانو په مرسته یې کرنه ترسره شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسؤلین وايي، چې د دغه ابتکار موخه د سیمې زرغونتیا، د طبیعي نباتاتو ساتنه، او د چاپېریال ښه‌والی دی. هغوی هیله څرګنده کړه، چې دغه ګام به د خاورې د تثبیت، د څړځایونو د بیا احیا او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزناک تمام شي.
پسته یو ارزښتناک کرنیز محصول دی، چې په وچو اقلیمي سیمو کې ښه نتیجه ورکوي او بزګران یې د ثابت عاید لپاره کاري سرچینه ګڼي، د پستې د کرکېلې پراخوالی د بزګران عاید زیاتوي او د کرنیزو ځمکو ارزښت لوړوي. همدارنګه، پسته د نړۍوال مارکېټ لپاره یو لوړ ارزښت لرونکی محصول دی، چې د صادراتو لپاره فرصتونه رامنځته کوي او د کوکنارو د بدیل په توګه د غیرقانوني کرکېلې پر ځای قانوني کرنې ته بزګران هڅوي.
د هلمند د کرنې، وبو لګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو تنوع ته وده ورکوي، چې په دې لړ کې بزګرانو ته د نویو بوټو کرنه زیاته کړې ترڅو بزګران د مختلفو کرنیزو محصولاتو له لارې خپل عاید زیات کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۱
Background image

د خوست اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ژمني تیلو د محلول پاشۍ پروګرام ترسره شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري، د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

د نورستان کرنې ریاست کې راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش په موخه ناسته وشوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې راستانه شویو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش په پار د ځانګړې کمیټې. . .

بازگشت