بلخ ولایت کې په سلفر موادو د کرنیزو نباتاتو او ونو مینځلو لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۳۲
بلخ ولایت کې په سلفر موادو د کرنیزو نباتاتو او ونو مینځلو لړۍ پیل شوه

په بلخ ولایت کې د بادامو، زردالو او انګورو په ګډون یو شمېر کرنیز نباتات د آفتونو له امله له زیان سره مخ شوي، چې د مخنیوي لپاره یې پر سلفر موادو مینځل کېږي. د کرنې ریاست چارواکي وايي، د بادونو له امله مېوو ته هم زیان اوښتی دی.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې یو شمېر کرنیز نباتات او ونې د آفتونو له امله زیانمن شوي دي. له همدې امله د سلفر په موادو د ونو او کرنیزو بوټو د مینځلو لړۍ پیل شوې ده.  
د دې ناروغۍ له امله چې ګڼ کرنیز محصولات یې اغېزمن کړي، د بادامو، زردالو او انګورو تاکونه هم له زیانونو خوندي نه دي پاتې شوي. چارواکي وايي، د سلفر موادو استعمال به دوام ومومي ترڅو دا ناروغي مهار شي.  
د کرنې ریاست د څېړنو عمومي مدیر احمد شاه احمدي وايي، د وروستیو بادونو له امله د ځینو مېوو حاصل ته هم زیان رسېدلی دی، خو د وضعیت د کنټرول لپاره اړینې هڅې روانې دي.
د کرنیزو نباتاتو د ساتنې په موخه، د سلفر موادو استعمال یوه عامه او مؤثره طریقه ده، چې د نباتي آفتونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. په افغانستان کې د اقلیم د بدلون، بادونو او غیرموسمي بارانونو له امله اکثر وخت کرنیزو حاصلاتو ته زیان رسېږي، چې دا ډول اقدامات یې د جبران لپاره ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت