د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولینو د سپین خوړ د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۲۲
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولینو د سپین خوړ د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د کرنیزو چارو رئیس، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس او ځینو نورو مسؤلینو د درېیم فارم د سپین خوړ محافظوي پولو د بیا رغونې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
د یاد شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت‌الله معروف، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس انجنیر ندي‌الله نيازي، د اوبولګولو تخنیکي ساتنې او څارنې آمر انجنیر ګل احمد چوپان، د درېیم فارم د کرنې مدیر انجنیر عتیق‌الله او ځینو نورو مسؤلینو په ګډه د یاد فارم اړوند د پنځم او شپږم بلاکونو ترمنځ د سپین خوړ تخریب شویو محافظوي پولو د بیا ترمیم، جوړولو او د رسوباتو پاکولو له روانو چارو څخه کتنه وکړه.
یادو مسؤلینو د لیدنې پر مهال د میکانیزې لوی مدیریت اړوند د تخنیک مدیر عبدالله نعمت فعالیتونه وستایل او د لا ښه پرمختګ په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د مسؤلینو په وینا، د یادې لړۍ موخه د سپین خوړ د اوبو د بهیر لوړول، له موسمي سیلابونو څخه د محافظوي پولو ژغورل او د کرنیزو ځمکو د اوبو د زیاتوالي له ګواښ څخه خوندي کول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت