میدان وردګو کې یوشمېر وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونه تطبیق شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۰
میدان وردګو کې یوشمېر وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونه تطبیق شو

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې ۱۰۰۰ وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه دطاعون واکسینونه تطبیق شو.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې  یاد واکسینونه د میدان وردګو ولایت د بهسود اولې حصې ولسوالی کې کوچې مالدارانو څارویو او نورو وړو شخوند وهوونکو څارویو ته تطبیق شوي،چې تر ډیره به د ناروغیو مخه ونیول شي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو یاد واکسینونه د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره مهم وباله او وترنر داکترانو ته یي د ناروغیو پېښیدو په صورت کې کرنې ریاست د خبر ورکو او نورو اړونده برخو کې لازمی سپارښتنې وکړې.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي زیاته کړه، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره په بېلا بېلو برخو کې مالدارانو ته خدمات وړاندې کوي، چې یاد واکسینونه یي یوه کوچنۍ بېلګه ده.همدارنګه د واکسینونو د تطبیق موخه د ناروغیو مخنیوی، مالدارۍ سکتور او د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت