ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۰
ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو مدیريتونو کار کوونکو له لوري په هسکه مېنه، حصارک او خوږیاڼو ولسوالیو کې ۳۰ بزګرانو ته د ناروغيو مخنيوي، ځنګلونو ساتني او غوره کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
په یادو ولسوالیو کې بزګرانو ته د آلوګانو، لیړوګانو کرلو، ځنګلونو ساتني، ارزښت او میوه لرونکو ونو تعداد په یو جریب کې ، بڼوالۍ ډیزاین، کرنیزو عملیو، حاصل ټولولو، هرزه وښو مخنیوي او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه معلومات ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي،  د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو وژغورل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت