خوست غلام خان بندر کې لس ټنه واردېدونکي خراب کچالو تر خاورو لاندې شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۵۵
خوست غلام خان بندر کې لس ټنه واردېدونکي خراب کچالو تر خاورو لاندې شول 

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت لخوا یو ټیلر موټر کې لس  ټنه خراب کچالو له روغو کچالو جلا او تر خاورو لاندې شول.  
یاد کچالو، چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل، د کرنتین مدیریت کارکوونکو تر معاینې او ارزونې وروسته، وموندل شول چې لس ټنه کچالو خوسا شوي او بیکاره دي. د روغو کچالو د خوندیتوب لپاره، خراب کچالو له بار څخه جلا او له منځه یووړل، او سالمو کچالو ته د واردېدو اجازه ورکړل شوه.  
د خوست د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو هیله کوي، چې باکیفیته محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له صحي او پاکو خوراکي توکو څخه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت