د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۵۳
د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول 

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ کې د سټارز مؤسسې په همکارۍ، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان اف اې او کوي، بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول.
د ۱۴۰۲ لمریز کال په ترڅ کې د سیداباد ولسوالۍ شل بزګران د مڼو بڼونو د سروې په لړ کې شامل شوي وو، چې نن هر یو ته د یوه جریب لپاره ۱۶۷ د مڼو نیالګي ورکړل شول.
همدارنګه، د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د متراکم بڼونو جوړولو په موخه د ۷ بزګرانو سروې ترسره شوې وه، چې نن هر یو ته ۷۰۰ د مڼو نیالګي ووېشل شول.
بزګرانو ته د بڼونو د جوړولو او اوبو لګولو اړوند ضروري معلومات هم ورکړل شول، ترڅو د نیالګیو د ښې ودې او حاصل زیاتوالي ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

روزګان کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالی کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول.
د زعفرانو د پیازو د وېش پروګرام د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

ننګرهار کې د نږدې ٥٠٠ زره افغانیو په ارزښت د سبو او مېوو وچولو وسایل او میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول

د ننګرهار ولایت په رودات، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د سبو او مېوو د وچولو ماشینونه او اړوند وسایل، او همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت په موخه میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول.
د ننګرهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

بازگشت