روزګان کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۲
روزګان کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالی کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول.
د زعفرانو د پیازو د وېش پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست په مالي ملاتړ او د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ ترسره شو.
د وېش په مراسمو کې د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عطاءالله «راشد»، د ترویج مدیر قدرت‌الله حمیدي، د پلان مدیر صفي‌الله، د بدیل معیشت ریاست راغلي پلاوي او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په دې مراسمو کې وویل، چې د ترسره شوې سروې پر بنسټ د مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالی ۴۹ بزګران د زعفرانو د پیازو د ترلاسه کولو لپاره په نښه شوي او پر هغوی یاد پیاز ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروګرام له لارې هڅه کېږي، بزګرانو ته د زعفرانو د کښت زمینه برابره شي او د کرنې په برخه کې د بدیلو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو سره د کوکنارو پر ځای د قانوني او ګټورو کرنیزو محصولاتو کښت ته زمینه برابره شي.
د مسوولینو په خبره، د زعفرانو د کښت ترویج، د بزګرانو د عایداتو د زیاتوالي لپاره د بدیلو معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیلو کښتونو دودول د دغه پروګرام له مهمو موخو څخه دي.
د بدیل معیشت د پروګرامونو له لارې د کروندګرو لپاره د عایداتي بدیلو سرچینو رامنځته کول او د کوکنارو پر ځای د قانوني او ګټورو کرنیزو محصولاتو د کښت دودول د بدیلو کښتونو د پراختیا له مهمو موخو څخه دي.


در ارزگان، پیاز زعفران برای ۴۹ دهقان توزیع شد
۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی دهراود ولایت ارزگان، برای ۴۹ دهقان پیاز زعفران توزیع شد.
این برنامه با حمایت مالی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با همکاری تخنیکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان برگزار شد.
در مراسم توزیع، مولوی عطاءالله «راشد»، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان، مدیر ترویج، قدرت‌الله حمیدی، مدیر پلان، صفی‌الله، هیئت اعزامی ریاست معیشت بدیل و شماری از مسئولان دیگر حضور داشتند.
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان در این مراسم گفت که بر اساس سروی انجام‌شده، ۴۹ دهقان در مرکز ترینکوت و ولسوالی دهراود برای دریافت پیاز زعفران شناسایی شده و پیازهای زعفران برای آنان توزیع شد.
وی افزود که از طریق این برنامه تلاش می‌شود زمینه کشت زعفران برای دهقانان فراهم شده و با ایجاد منابع بدیل درآمدی در بخش زراعت، زمینه کشت محصولات قانونی و مفید زراعتی به جای کوکنار فراهم شود.
به گفته مسئولان، ترویج کشت زعفران، ایجاد فرصت‌های بدیل معیشتی برای افزایش عواید دهقانان و ترویج کشت‌های بدیل به جای کوکنار، از اهداف مهم این برنامه است.
ایجاد منابع بدیل درآمدی برای دهقانان از طریق برنامه‌های معیشت بدیل و ترویج کشت محصولات قانونی و مفید زراعتی به جای کوکنار، از اهداف اساسی توسعه کشت‌های بدیل به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت