د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مشرتابه د تورخم له هډې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۶
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مشرتابه د تورخم له هډې څخه لیدنه وکړه

دننګرهار وادي کرنیز شرکت مشرتابه د ننګرهار ولایتي ادارو د یوشمېر مسوولینو سره په ګډه تېره ورځ د تورخم هډې څخه له نږدې لیدنه وکړه او ددغه هډې له هټېوالو او سرای لرونکو سره يې وکتل او دیادې هډې چارې يې وارزولې .
د جلال اباد تورخم هډه، چې د کانال په شاوخوا ۸۰ جریبه ځمکه جوړه شوی، تېره ورځ ترې د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرايوي رییس سېد محمد نعيم محمدي، د‌ننګرهار ولايت مالي او اداري رییس مولوي احمد حمزه، د ننګرهار ترانسپورت رییس مولوي ذبیح الله مجاهد، جلال اباد ښاروالۍ مرستيال، د ښارجوړونې رياست استازي او نورو مسوولینو له دې هډې څخه له نږدې لیدنه وکړه او ددې‌ هډې بېلابېلې چارې یې وڅېړلې.
دا کتنه د دې لپاره ترسره شوه، چې د تورخم هډې د بیا ځلې فعالولو په اړه تصمیم ونیول شي، ددې هډې شته هټیوالو ته کارې زمينې برابرې شي، ګڼې ګوڼې مخنیوی، او ښاریانو او موټر لرونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
ددې کتنې په ترڅ کې یادو مشرانود هډې د بیا فعالولو اړوند ځینې وړاندیزونه او تدابیر وړاندې کړل. دويی زیاته کړه، د تورخم هډې د بیا فعالیدو سره به نه یوازې د سوداګریزو مالونو لېږد اسانه شي، بلکې د خلکو لپاره د سفر کولو وخت به هم کم شي، تراسپورتي ستونزې به ورسره حل او د ښار د نورو برخو سره به د اړیکو ټینګول اسانه شي، همدارنګه دا ګام به د دې سیمې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت پر ښه والي تاثیر وکړي او  په ورته وخت کې به د درنو ننګرهاریانو د امنیت او آرامش تامین شي.
 د تورخم په هډې کې شاوخوا ۱۵ سرایونه او شاوخوا ۱۳۰۰ هټې، واړه هوټلونه، شپې پاتې کېدو ځايونه او اړونده نورې برخې شته چې د بېلابېلو لاملونو له امله له نیمايي زیات برخې يې غېرې فعالې دي .
د چارواکو په خبره د دې هډې د بیا ځلې په بشپړه او سمه توګه پرانستلو سره به نه یوازې په دې سیمه کې د سوداګرۍ کچه لوړه شي، بلکې د خلکو لپاره د ترانسپورټي سهولتونو په برخه کې هم ګټورې پایلې رامنځته شي  .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت