ننګرهار کې د بېرو ځنګلونو ساتني په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۳
ننګرهار کې د بېرو ځنګلونو ساتني په موخه ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دخپل کار په دفتر کې د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې ولایتي مسؤل انجینر نقیب الله احمدزي او نورو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
ښاغلي احمدزي وویل، چې «اف جې اې» مؤسسې په بهسودو او کوزکونړ ولسوالیو کې د بېرو ځنګلونه جوړ او ساتني او پالني مسؤلیت درلوده خو ددوي د پروژې د کار موده پاي ته رسېدو کې ده او یاد ځنګل ساتني او پالني ته اړتیا لري، چې ورته بدیلي لاري ولټول شي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یادې مؤسسې څخه تر بل تمویلونکي پیداکولو دهمکاري غوښتنه وکړه او همدارنګه یي د احصایي او معلوماتو د تنظیم امر قاري سېلاب ذکریا  او طبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل ته دنده وسپارله ترڅو د کرنې وزارت، ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او نورو اداراتو سره د کاریګرو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړی.
 د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې په بهسودو او کوزکونړ ولسوالیو کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکه داقلیم بدلون او شاتو مچیو تولید زیاتوالي په موخه د بېرو ځنګلونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت