د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳۳
د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۱۱ تر ۱۴ نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۳ یم کال د کب له ۲۸ د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د غویی تر ۱۰ مې نېټې پورې وېشل کېږي.
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست کې په یوې رسمي غونډه کې د استملاک او بیا مېشتېدنې اړوند نوې څانګه پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

بازگشت