ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
 ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې» کې د اوبولګولو د یوولسو فرعي کانالونو د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) چارواکي وایي، چې د دغو کانالونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۱۸ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې ده.
دغه کانالونه، چې ددې ولایت په سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې ولسوالیو کې موقعیت لري په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسوولانو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم د ځمکې زابرونه له رسوبي موادو پاکېږي

  ۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د دویم بلاک ۹۰مې نمرې کرنیزه ځمکه کې د زابرونو د پاکولو چارې پیل شوي، چې موخه یې د. . .

بازگشت